د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د کندهار د اوسپنې پټلۍ او له آمریت څخه لیدنه کړی.

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د کندهار د اوسپنې پټلۍ او له آمریت څخه لیدنه کړی.
19 مارچ یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د کندهار اوسپنې پټلۍ آمریت څخه لیدنه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي دغه لیدنه کې ښاغلي شرافت د کندهار آمریت له آمر او کارکوونکو سره ناسته وکړه د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او څرگنده یې کړه چې دغې ادارې له پاکستان هېواد سره د چمن – بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو د پیلولو اړوند مجلسونه کړي دي او تمه ده چې راتلونکی کال یې چارې پیل شي.
اړوند موضوعات
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې 139 زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
د کندهار د اوسپنې پټلۍ آمریت آمر مولوي رحمت الله رحمت د ښاغلي شرافت له ورتگ څخه خوښي وښوده او د چمن – بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د ودانیزو چارو د پیل اړوند خبر یې ارزښتناک زیری وباله.






