د ننګرهار ولایت والي مرستیال مولوي محمد رباني ناصح نن ورځ د یوناما مشر او مل پلاوي سره وکتل.

0
326

د ننګرهار ولایت والي مرستیال مولوي محمد رباني ناصح نن ورځ د یوناما مشر او مل پلاوي سره وکتل.

 

29 نومبر 2022

 

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي محمد رباني ناصح د یوناما له مشر حسن الحاج سره کتلي او ورسره یې د ځینو مسائلو په اړه بحث کړی.

 

خبر زیاتوي چې ننګرهار ولایت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح د يوناما مشر حسن الحاج سره د خپل کار په دفتر کې وليدل، چې پر مهال يې د دې ولايت په اقتصادي پياوړتيا، ښې حکومتولۍ، پرمختيايي پروژو، بانکي سيستم ښه کېدو او افغاني بانک نوټونو ثبات په اړه خبرې وشوې.

 

له مقام څخه په یاده خبر پاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت ننګرهار مرستیال والي او د یوناما مشر حسن الحاج په ګډو همکاريو هوکړه وکړه.

اړوند موضوعات

د ننګرهار مرستیال والي مولوي رباني ناصح د خوړو نړیوال سازمان ولایتي مرستیال سره لیدنه ترسره کړه.

 

یوناما مخکې هم ویلي وه چې دوی په افغانستان کې د پراختیایي پروژو، صحي سکتور، بانکي سیستم او نورو اړوندو کارونو کې د افغانستان اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی.
حماد

Leave a reply