عمران خان د خپل پخواني حکومت پخوانۍ وزیر فواد چوهدري دروغ ثابت کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان پخپله جیو نیوز د خبر پخلی کړی او د اطلاعاتو پخوانی وزیر فواد چوهدري یې دروغجن ثابت کړی دی.
فواد چوهدري چې د خپلې دورې په مهال یې په خبریالانو د بریدونو مسخرې کولې، د PMDA زنداني کړی او واټس اپ فارورډ کړی او د PICA په څېر تور قوانین یې معرفي کړي، څو ځله یې پر رسنیو بریدونه کړي او په ځلونو درواغ ثابت شوی دی.
دا ځل عمران خان پخپله فواد چوهدري دروغ ثابت کړل.دا خبره مهمه ده چې دا بیان څه داسې خپور شوې وو چې فواد چوهدري د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې عمران خان درې کاله وړاندې د امریکا له پخوانۍ ډیپلوماټ رابین رافیل سره لیدلي وو، خو پرون یې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې اړه یې له عمران خان سره خبرې نه دي کړي.
هغه وویل که رابین رافیل دلته وي یا به راشي، په غونډه کې کومه ستونزه نشته، هغه تقاعد شوې ده، د امریکا له حکومت سره هیڅ ډول معامله نه لري.
خو يو شخصي ټي وي سره د مرکې په مهال پخواني وزيراعظم او د پاکستان د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د امريکې د سي آئي اے شنونکې، پخوانې ډيپلوماټ او لابيسټ رابن رافيل سره د ملاقات پخلی کړی او وئيلي يې دي چې زه پوهيږم هغه د امريکا نه بلکې د يو تھنک ټنک سره دی. حکومت
د يادونې وړ ده چې د اتوار په ورځ داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې پخوانۍ امريکايي ډيپلوماټ رابن رافيل د پاکستان د تحريک انصاف له مشر عمران خان سره ليدلي دي.
نور خبرونه
د امریکایی ډپلوماټانو سره ملاقاتونه، فواد چوهدري خپل فکر ۲۴ ساعته کښې بدل کړې






