یونان د کډوالو لپاره نوی کمپ پرانیستی

0
255

یونان د کډوالو لپاره نوی کمپ جوړ کړی

یونان له ترکیې سره په پوله یو نوی کمپ جوړ کړی، دا کمپ چې زندان ته ورته جوړښت لري د هغو زرګونو کډوالو لپاره جوړ شوی چې د ترکیې له پولې یونان ته اوړي، د یاد کمپ لپاره کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي، یونان دا کار د کډوالو د خوندیتوب او د یونان لپاره د امنیتي ګواښونو مخنیوی ګڼي…

 

(2021 / 9 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)

یونان له ترکیې سره په پوله یو نوی کمپ جوړ کړی، دا کمپ چې زندان ته ورته جوړښت لري د هغو زرګونو کډوالو لپاره جوړ شوی چې د ترکیې له پولې یونان ته اوړي، د یاد کمپ لپاره کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي، یونان دا کار د کډوالو د خوندیتوب او د یونان لپاره د امنیتي ګواښونو مخنیوی ګڼي؛ خو د نړیوالو کډوالو مدافعين بیا د دغې کړنې مخالف دي.

د راپورونو له مخې دغه کمپ ته پوره امنیتي تدابیر نیول شوي دي او ګرچاپېره یې له برېښنا سره په وصل شوو لینونو او کېبلونو تړل شوی دی. سره له دې چې یونان له خپل دې کار دفاع کوي خو د کډوالو مدافع بنسټونه وایي چې له کډوالو سره باید د زندانیانو په څېر چلند و نه شي. د سرچینې په خبره کډوال بې ضرره وګړي دي او د یونان ټولنې ته هېڅ راز زیان نه رسوي. یونان داسې مهال دغه کمپ پرانیستی چې تازه له افغانستان او ځينو نورو هېوادونو دغه هېواد ته د کډوالو نوې څپې پیل شوې دي.

Leave a reply