ديني عالم مولوي سردار ولي ثاقب په کابل کې ترور شو
راپورونه وايي چې د سلفي علماوو مشر مولوي سردار ولي ثاقب په کابل کې د نامالومه وسله والو لخوا ترور شوی دی.
دغه پېښه پرون چهارشنبه ماښام په کابل ښار کې شوې ده. د نوموړي کورنۍ دغه پېښه رسنيو ته تائيد کړې ده.
ثاقب د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ او له اوږدې مودې راهیسې د جلال اباد ښار کې يې یوه دیني مدرسه درلوده.
د راپورونو له مخې، مولوي ثاقب په دې مدرسه کې د قران کریم، ترجمې، تفسیر او حدیث په تدريس بوخت ؤ.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د سلفیه عقیدې ځینې دیني عالمان په نښه شوي، چې د مولوي ثاقب د مدرسې استادان هم پکې شامل دي.
په افغانستان کې د دیني علماوو ترور څه نوې خبره نه ده، څو ورځې وړاندې هم د هېواد يو بل ديني عالم له خپل يوه زوی سره په کابل ښار کې د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.