د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان پۀ اړه دې تېرې تېروتنې نۀ تکراروي 

0
89

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان پۀ اړه دې تېرې تېروتنې نۀ تکراروي 

پاکستان د افغانستان په اړه د ترویکا پلس غونډه جوړه کړې چې پکې د امریکا، روسیې او چین ځانګړو استازو ګډون کړی و. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم موجود و.

 

(2021 / 11 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان په اړه د ترویکا پلس غونډه کې ویلي، چې نړیواله تولنه دې پخوانۍ تېروتنې نه تکراروي او له طالبانو سره باید خبرې وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي او دغه ټولنه باید له طالبانو سره اړیکې وساتي او خبرې وکړي.

پاکستان د افغانستان په اړه د ترویکا پلس غونډه جوړه کړې چې پکې د امریکا، روسیې او چین ځانګړو استازو ګډون کړی و. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم موجود و.

اړوند موضوعات: 

شاه محمود قریشی: جهان برای به رسمیت‌شناختن طالبان اقدام کند

ښاغلي قریشي په دې غونډه کې په نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې له افغانستان سره دې خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي.

په ورته مهال له کابل څخه د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ هم یو پلاوی اسلام‌اباد ته رسېدلی او ټاکل شوې هلته به د پاکستاني چارواکو په ګډون د ترویکا پلس له ګډونوالو سره هم وګوري.

Leave a reply