ټرمپ : لۀ افغانستان څخه وتل ، د امریکا د ماتې پۀ مانا ؤ

0
316

ټرمپ : لۀ افغانستان څخه وتل ، د امریکا د ماتې پۀ مانا ؤ

د ده په وينا، له افغانستان څخه د ځواکونو دا ډول ويستل د طا لبانو پر وړاندې د تسلیمیدو په مانا وه. ټرمپ ویلي، چې له دا ډول نا مسوولانه وتو او تسليمۍ سره مو، ۸۵ ميليارده ډالره وبايلل او ۱۳ سرتېري مو سخت ټپيان شول.

 

(2021 / 11 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ د ناندريو بايللو ټاکنو د لومړۍ کلیزې په مناسبت پر خپل ځای ناستي جوبایډن توندې نیوکې کړي دي.

نوموړي په خاصه توګه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ويستو د هوکړې د عملي کیدو څرنګوالی نقد کړی او د يوې شرمونکې تسلیمۍ په توګه يې يادونه ورڅخه کړې ده.

د ده په وينا، له افغانستان څخه د ځواکونو دا ډول ويستل د طا لبانو پر وړاندې د تسلیمیدو په مانا وه. ټرمپ ویلي، چې له دا ډول نا مسوولانه وتو او تسليمۍ سره مو، ۸۵ ميليارده ډالره وبايلل او ۱۳ سرتېري مو سخت ټپيان شول.

د ټرمپ اشاره له امریکا څخه په افغانستان کې د پاتې وسلو او تجهيزاتو بیې ته ده، چې ويل کيږي تر ۸۵ ميليارده ډالرو ارزښت لري.

تر دې وړاندې هم ټرمپ افغانستان کې د بایډن پۀ ماموریت سختې نیوکې کړې وې او ویلي يې ؤ چې لۀ افغانستان څخه پۀ.دې ډول د امریکا وتل، پۀ اصل کې د بایډن په لاس نړۍ ته د امریکا شرمول ؤ.

Leave a reply