هرات کې د یونیسف دفتر رئیس د یاد ولایت والي سره د زلزلې له امله پر زیانمنو شوو ښوونځیو خبرې اترې کړي.

0
261

هرات کې د یونیسف دفتر رئیس د یاد ولایت والي سره د زلزلې له امله پر زیانمنو شوو ښوونځیو خبرې اترې کړي.

24 اکتوبر سه شنبه 2023

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي چې یاد ولایا کې د یونیسف دفتر رئیس صدیق ابراهیم د هرات والي شیخ نوراحمد سره لیدلي.

 

په دغه ناسته کې د پوهنې، اقتصاد او بهرنیو اړیکو استازولۍ رییسانو په شتون کې د زلزلې له امله د زیانمنو شوو ښونځیو ودانیو ته د رسیدګۍ پر څرنکوالي باندي بحث وشو.

 

په همدې حال کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار زیانمن شوو ښونځیو ته پر سمدستي رسیدګۍ ټینګار وکړ او وی ویل: سیمه ایزه اداره د مؤسساتو لپاره ټولي اسانتیاوې رامنځته کوي تر څو هر څه ژرتره د شونځیو ودانۍ بیا ورغول سي.

اړوند موضوعات

80 تن تجهیزات صحی یونیسف برای زلزله زدگان هرات وارد کابل شد

 

بلخوا د یونیسف دفتر رییس صدیق ابراهیم وویل چې یونیسف د ښونځیو ودانیو جوړولو پوري په لنډ مهاله ډول هغوی ته خیمې وېشي. هغه زیاته کړه چې اوسمهال ۱۵۰ خیمې ښونځیو ته وېشل کیږي.

Leave a reply