کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
22 اکتوبر یکشنبه 2023
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د هملند او ننګرهار ولایتي ریاستونو د نړیوال خوراکي پروګرام په مالي مرسته د نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې د (WFP) په مالي مرسته د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې (۶۸۵) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۳) کیلو سوپرسریال او (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي شامل دي.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت جوزجان او هرات ولایتونو کې د نیږدې ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
همدا رار د یادې مؤسسې په مالي مرسته د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې (۸۰۹) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.په يادو خوراکي توکو کې (۵۰) کيلو اوړه، (۵) ليټره غوړي، (۶.۲۵) کيلو دال ، (۱۶) پاکټه د ماشومانو خوارځواکۍ توکي او (۲) پاکټه سوپر سریال شامل دي.






