د ریاست الوزرا اداري مرستیال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین سره کتلی.

0
88

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین سره کتلی.

22 اکتوبر یکشنبه 2023

له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس محمد سهیل شاهین سره وکتل.

 

په دې کتنه کې، سهیل شاهین د دفتر د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: هماغسې چې یاد دفتر د اشغال او مذاکراتو پر مهال د اشغال پایته رسولو په برخه کې فعال رول ولوباوه، اوسمهال هم د اسلامي امارت د رهبرۍ او مشرانو په پاملرنه هڅه کوي ترڅو د متقابل احترام او تعامل پر اساس له نورو هیوادونو سره د اسلامي امارت روابط ټینګ کړي.

 

په مقابل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سهیل شاهین ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په مذاکراتو کې د اشغال پایته رسولو او همداراز د متقابل احترام اصل پر اساس له هیوادونو سره د نیکو اړیکو ټینګښت لپاره د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د رول ستاینه وکړه.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره د مخه ښې او نوي سفیر سره تعارفي لیدنه ترسره کړی.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هیوادونو سره د نیکو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او د قطر سیاسي دفتر په ګډون په بهر کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د دغو اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

Leave a reply