کلیو پراختیا وزارت جوزجان او هرات ولایتونو کې د نیږدې ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
120

کلیو پراختیا وزارت جوزجان او هرات ولایتونو کې د نیږدې ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

21 اکتوبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د جوزجان او هرات ولایتي ریاستونو د نیږدې ۲۴ سوه اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د جوزجان ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې (۱۷۹۸) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 

په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۶،۲۵۰) کیلو دال، (۴،۵۵) کیلو غوړي او د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي شامل دي.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت سمنګان او فراه ولایتونو کې د نیږدې ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

همدا راز د یونیسف دفتر په مالي مرسته د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې (۶۰۱) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۶،۲۵) کیلو دال، (۵) لیټره غوړي او د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي شامل دي.

Leave a reply