د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره د مخه ښې او نوي سفیر سره تعارفي لیدنه ترسره کړی.

0
119

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره د مخه ښې او نوي سفیر سره تعارفي لیدنه ترسره کړی.

16 اکتوبر دوشنبه 2023

د ریاست الوزراء له عمومي دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ مازدیګر د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاډا سره د مخه ښې کتنه وکړه.

 

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر ښاغلي تاکویوشي کورمایا هم حضور درلود، د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ماموریت پر مهال د ښاغلي تاکاشي اوکاډا ارزښتناک خدمتونه او له افغانستان سره د هغه هیواد د خلکو او حکومت د مرستو مننه وکړه وې ویل، جاپان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی دی او زموږ د خلکو ترڅنګ درېدلی دی.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دېته په اشارې چې افغان ملت تل له جاپان سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکی دی، په افغانستان کې د ډاکتر ناکامورا د کړنو یادونه وکړه وې ویل، نوموړی زموږ د خلکو ترمنځ ښه شهرت لري او د هغه د کړنو او فعالیتونو ستاینه کوي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د نشه یي توکو د کر، قاچاق، تولید او استعمال مخنیوی شوی او سراسري امنیت تامین شوی، چې په نړۍ یې هم خپلې مثبتې اغېزې لرلې دي.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال له جاپان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې په مختلفو په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج او ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

 

 

په مقابل کې ښاغلي تاکاشي اوکاډا په هرات کې د وروستیو زلزلو او بغلان جومات کې د چاودنې له امله په رامنځته شویو تلفاتو خواشیني وښوده او خپل د تسلیت مراتب یې وړاندې کړل وې ویل، د سره صلیب له لارې زلزله ځپلیو ته زموږ مرستې رسېدلې دي.

 

 

نوموړي زیاته کړه، موږ نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د نږدې کېدو لپاره دوامداره خبرې او هڅې کړې دي او د افغانانو ترڅنګ پاتې کېږو او خپلو مرستو ته به هم دوام ورکړو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ لمانځنې مراسمو کې ګډون ترسره کړی.

په دې کتنه کې، د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر ښاغلي تاکویوشي هم خبرې وکړې او وې ویل، زموږ موخه یوازې له افغانانو سره مرسته ده او غواړو د اسلامي امارت په همکارۍ دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو.

Leave a reply