د خبریال ایاز امیر د ننګور وژنه، د آیاز امیر د ننګور د وژنې به اړه غبرګون او بیان مخې ته راغلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د خپل زوی شاهنواز لخوا د خپلې ننګور د وژنې په اړه د سينئر خبريال اياز امير بيان هم مخې ته راغلی دی.

د پولیس وینا ده چې د سینئیر خبریال ایاز امیر زوی شاهنواز د اسلام آباد په چک شهزاد سیمه کې خپله میرمن سارا وژلې ده.

د اسلام اباد پوليس وياند وايي، د اياز امير زوى شاهنواز نيول شوى او د پېښې فارنزيک بشپړ شوى او جسد يې د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږدول شوى دى.
په دې اړه په چک شهزاد فام هاؤس کښې ميډيا سره خبرو کښې سينئر خبريال اياز امير اوويل چې دغه شان پيښه دې هيچا سره هم و نه شي او دا غم هيڅوک هم نۀ شي زغملے.

ایاز امیر د پېښې په وخت د زوی شاهنواز د نشه کولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه څه ووایم، دا یوه قانوني مسله ده.

نور خبرونه

شیرین مزاري وایی چې زه دا نه وایم چې پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف او وسنې وزیراعظم شهباز شریف غداران دي

سندهه او بلوچستان کښې د سیلابونو او ولاړو اوبو له وجهې وبایی ناروغۍ مخ په زیاتیدو دي