قزاقستان وايي افغانستان ته زرګونه ټنه اوړه او غنم صادروو

0
56

قزاقستان وايي افغانستان ته زرګونه ټنه اوړه او غنم صادروو

قزاقستان ویلي تمه لري چې له افغانستان سره سوداګري نورمال وضعیت ته راوګرځي او دوی وکړی شي زرګونه ټنه غنم او اوړه افغانستان ته صادر کړي.

 

(2021 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

قزاقستان وایي روان کال به افغانستان ته لا ډېر غنم او اوړه صادر کړي.

د قزاقستان د کرنې وزیر یربل کارشیکیف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی سږ کال د خپلو غلو ۹۵ سلنه حاصلات راټول کړي دي.

دده په وینا قزاقستان روان کال د غنمو ۱۶ میلیونه ټنه حاصلات لرل چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.

یربل زیاته کړې چې یاد غنم د دوی تر داخلي اړتیا څو برابره لوړ دي نو له همدې امله په پلان کې لري چې میلیونونه ټنه غنم او اوړه په ایران او افغانستان کې خپلو دودیزو بازارونو ته صادر کړي.

قزاقستان ویلي تمه لري چې له افغانستان سره سوداګري نورمال وضعیت ته راوګرځي او دوی وکړی شي زرګونه ټنه غنم او اوړه افغانستان ته صادر کړي.

قزاقستان په مرکزي اسیا کې له هغو هېوادونو دی چې افغانستان ترې تر ډېره غله دانه واردوي او خوراکي توکي یې په افغانستان کې ګرم بازار لري.

Leave a reply