پخواني وزیراعظم عمران خان په ضد د ترهګرۍ د مخنیوي ضد قانون ترلاندې په اسلام آباد کښې ایف آیی آر درج شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمه درج شوې ده.
د اسلام آباد مارګله پولیس سټیشن کښې د پخواني وزیراعظم خلاف ایف آئي آر درج کړې شوې دې. د عمران خان خلاف د ترهګرۍ ضد قانون لاندې ایف آئي آر درج کړی شوې او مقدمه د ډیوټئ مجسټریټ په شکایت درج شوې ده.
په دې قضيه کې د دولتي چارواکو د ډارولو او منع کولو احکام شامل دي.
د مقدمې د متن ترمخه عمران خان په ايف نائن پارک جلسه کې د ايډيشنل سيشن جج او پوليس افسرانو ته گواښونه کړي وو او د هغه د وينا مقصد د پوليس چارواکو او عدليې ترهگرول وو.
د ایف آر په متن کې راغلي چې د ډارولو هدف او مقصد دادې چې پولیسو افسرانو او عدالتي اهلکار د خپلو کارونو څخه منع کړې شي او ددوی مخه ونیول شي.
نور خبرونه
د پی ټي آیی مشرې دعوی کړې چې اسلام آباد پولیسو د عمران خان او د هغه د کور امنیت څخه لرې کړې شوي دي
د پنجاب وزیراعلی وایی چې د پي ټي آیی مشرانو په ضد درج شوې مقدمې خارجوي