ایف بی آی د ډونالډ ټرمپ کور تلاشی کړی دی 

ایف بی آی د ډونالډ ټرمپ کور تلاشی کړی دی 

دا پۀ داسې حال کې ده چې پۀ دې وروستیو کې ټرمپ او بایډن پۀ ډیری غونډو کې د یو بل پر ضد سختې څرګندونې کوي، بایډن ټرمپ د امریکا یو ناکام رئیس جمهور ګڼي، ټرمپ هم دۀ ورته څرګندونو کې وايی چې بایډن پۀ نړۍ کې امریکا وشرموله او ثابته یې کړه چې دوی افغانستان کې ناکام شول.

 

(2022 / 8 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د «مار لاګو» په نوم د هغه پر ماڼۍ باندې د FBI د برید اعلان کړی دی.

ټرمپ په یوه بیان کې ویلي چې د FBI ځواکونو په لوی شمیر کې د هغه ماڼۍ محاصره کړې، دننه یې برید کړی او تلاشي کوي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې پۀ دې وروستیو کې ټرمپ او بایډن پۀ ډیری غونډو کې د یو بل پر ضد سختې څرګندونې کوي، بایډن ټرمپ د امریکا یو ناکام رئیس جمهور ګڼي، ټرمپ هم دۀ ورته څرګندونو کې وايی چې بایډن پۀ نړۍ کې امریکا وشرموله او ثابته یې کړه چې دوی افغانستان کې ناکام شول.

اړوند موضوعات:

امریکا ټاکنیزې ناندرۍ؛ د کورنۍ جګړې د پېښېدو امکان ډېر شوی دی 

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ځینو شنونکو امریکا کې د کورنۍ جګړې د پېښېدو خبر هم ورکړی ؤ.