پۀ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترکیه کې کرونا ویروس ۲۳۶ تنه وژلي دي 

پۀ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترکیه کې کرونا ویروس ۲۳۶ تنه وژلي دي 

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۳۶۱ زره او ۱۶۴  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۳۱۲۴۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

(2021 / 10 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۳۶۱ زره او ۱۶۴  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۳۱۲۴۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۳۳۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي.

د ویلو ده چې ياد په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په دغۀ هیواد کې ۱۱۳ میلیونه ۱۸۳ زره او ۳۰۰  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.