پوليټیکو وايي چې امریکا ازبکستان کې د ترهګرۍ ضد ځواکونه ځای پر ځای کوي

پوليټیکو وايي چې امریکا ازبکستان کې د ترهګرۍ ضد ځواکونه ځای پر ځای کوي

نشریه وایي امریکا غواړي د افغانستان د څارلو او پر وخت اقدام لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونه په ازبکستان کې ځای پر ځای کړي او له دې ځایه د افغانستان وضعیت وڅاري.

 

(2021 / 10 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

امریکا لا هم غواړي چې خپل د ترهګرۍ ضد ځواکونه په ازبکستان کې ځای پر ځای کړي.

د امریکايي نشریې پولیتیکو په یوه مطلب کې راغلي چې یو امریکایي پلاوی روانه اونۍ ازبکستان ته ځي.

دغه پلاوی به له ازبکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو امنیتي اړیکو او اړوندو مسایلو خبرې کوي.

ویل کېږي چې یاد پلاوی به همدا راز د نظامي اډې د غوښتلو په تړاو د امریکایي حکومت پیغام ازبکستان ته رسوي.

نشریه وایي امریکا غواړي د افغانستان د څارلو او پر وخت اقدام لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونه په ازبکستان کې ځای پر ځای کړي او له دې ځایه د افغانستان وضعیت وڅاري.

خو داسې ښکاري چې د منځنۍ اسیا هېوادونه به امریکا ته نظامي اډې ور نه کړي او روسیې بیا وار له مخه ویلي چې امریکا نوې اډې نه شي جوړولی خو د اړتیا په صورت کې د روسیې له نظامي اډو استفاده کولی شي.