په افغانستان کښې څلور کسان اووژل شول

یو دیني عالم په چاړه وهل شوي او ټپي شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په بیله بیل ولایتونو کښې د رسنیو رپورټو مطابق ۴ څلور کسان وژل شوي دي، په قندهار کښې یو دیني عالم په چاړه وهل شوې او ټپي شوې دې. په افغانستان کښې د داسې هدفي وژنو پیښې د اندیښنې وړ دي چې عام اولس دداسې پیښو پلټنې غواړی.

د افغانستان پژواک نیوز آژانس یو رپورټ مطابق د ننګرهار په ښار کښې ۴ څلو کسان وژل شوي دي ، رپورټونه زیاتوي چې دا کسان د داعش ډلې سره د اړیکو په تور کښې وژل شوي دي. د پژواک رپورټ مطابق دغه پیښې د جلال آباد ښار په دریمه او شپږمه ناحیې سیمو کښې شوي دي.
د پژواک رپورټ مطابق په یو بده پیښه کښې د قندهار یو دیني عالم په چاړه وهل شوي او ټپي شوې دې، د پژواک رپورټ مطابق دا دیني عالم څه د کورنۍ جهګړې په وجه هدف شوي دې او ویل کیږي چې دې دیني عالم خپله میرمن خپل پلار کورته ته د تلو اجازت ور نه کړو او هم د خپلو خپلوانو د لاسه په چړو اوول شو او ټپي شوي دې.
د رپورټ مطابق دیني عالم د میرویس روغتون ته وړل شوې او د ډاکټرانو مطابق دده حال ښه دې. یاده دې وی چې د افغانستان د بیله بیلو ولایتونو نه داسې رپورټو چاپ کیږي چې په دې ولایتونو کښې د داعش ډله شتون لري.
په ۸ اتم اکتوبر د جمعې ورځې د کندوز په جماعت کښې د ځانمرګي برید ذمه واري هم داعش ډلې په غاړه اخستې وه، د کابل هوایی ډګر برید ذمه واري هم داعش ډلې په غاړه اخستې وه، د کابل هوایی ډګر په برید کښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم وژل شوی وو. طالب مشرانو وایی چې دوی توان لري بغیر د کوم هیواد حمایت، دوی د داعش ډلې سره د مقابله کولو طاقت لری او دوی به وکولې شي چې افغانستان د داعش ډلې نه پاک کړي.
د امارت اسلامی افغانستان ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټي وي مرکه کښې ویلي وو چې په افغانستان کښې د داعش ډله مزاحمت دي خو دا ډله کوم خطر نه دې.