هلمند کښې افغان اولس سره نغدې مرستې شوي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د هلمند ولایت نه رپورټونه خپاره شو ي دې چې په دې ولایت کښې بیرته راستانه شوې افغان کورنیو سره نغدې مرستې شوي دي.

په هلمند کښې د ملګرو ملتونو نو د ادارې په مالي مرسته د افغانستان اسلامی امارت د کډوالواو بیرته راستنیدو ریاست چارو ریاست خپلو کورونو ته واپس راستانه شوي افغان کورنیو سره د ۱۹۵ ډالرو نغدې مالي مرستې وکړي.
په دې موقع واپس راستانه شوو افغان کورنیو غړو د کډوالو ریاست او د ملګري ملتونو چارواکو څخه مننه وکړه چې دوی سره ی په دې سخت وخت کښې مالي مرستې وکړي.
یاده دې وی چې د ملګري ملتونو نه هم د افغانستان اسلامی ریاست د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په قطر کښې د امریکایی وفد غړو نه غوښته کړې وه چې په افغانستان دې مالی او اقتصادي بندیزونه ختم شي او د افغانستان کنګل شوي روپۍ دې هم هم افغانستان ته ورکړل شی چې د افغان اولس او په ملک کښې د جاري پرمختایی پروژو باندې مصر ف کړې شي.