قطر وايي چې د طالبانو څنډې ته کول به ستره تېروتنه وي

قطر وايي چې د طالبانو څنډې ته کول به ستره تېروتنه وي

هغه زیاته کړې چې اوس وخت کې که څه هم د ا.ا په رسمیت پېژندل لومړیتوب نه دی خو نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورین مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

(2021 / 10 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي چې د افغانستان یوازې کول او د طا لبانو څنډې ته کول به ستره تېروتنه وي.

هغه زیاته کړې چې اوس وخت کې که څه هم د ا.ا په رسمیت پېژندل لومړیتوب نه دی خو نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورین مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار کړی دی چې طا لبان د افغانستان یو حقیقت دی او اوس د دغه هېواد واګي په لاس کې لري نو نړۍ ته په کار ده چې هر څه تر ژور څار لاندې ولري خو مهمه دا ده چې افغانستان باید یوازې نه شي ځکه چې دا چاره به د ټولې نړۍ لپاره په ستر سرخوږي بدله او افغانان به هم یو ځل بیا کلونه شاته ستانه کړي.