قزاقستان:  افغانستان ته مو د اوړو صادرات پيل کړي

قزاقستان:  افغانستان ته مو د اوړو صادرات پيل کړي

د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد حکومتي چارواکو ویلي چې د صادراتو په برخه کې شته ستونزې حل شوې او افغانستان ته یې د اوړو صادرات پيل کړي دي.

 

(2021 / 10 / 14  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور

د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد حکومتي چارواکو ویلي چې د صادراتو په برخه کې شته ستونزې حل شوې او افغانستان ته یې د اوړو صادرات پيل کړي دي.

د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې قزاقستان افغانستان ته تېر کال شاوخوا دوه میلیونه ټنه اوړه او نور غلجات صادر کړي دي چې د وروستي وضعیت له امله په دې صادراتو کې کموالی او ځنډ راغلی و.

سرچینې ویلي چې اوس یې بېرته د اوړو صادرات پيل کړي او قزاقي اوړه به د افغانستان بازارونو ته صادر شي. قزاقستان داسې مهال دغه خبر ورکوي چې دمګړی په افغانستان کې د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې دي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې پۀ دې وروستیو کې د افغانستان پۀ بازارونو کې د خوارکي موادو بیې پۀ بې مخینې ډول لوړې شوې وې او یو شمېر افغانانو شکایت کړی ؤ.