د فرانسې دولت یو بل لوی مسجد د لمونځ کوونکو پر مخ تړلی دی 

د فرانسې دولت یو بل لوی مسجد د لمونځ کوونکو پر مخ تړلی دی 

د فرانسې د سارته د والي‌ دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ ، دا جومات چې نږدۍ ۳۰۰ تنه جماعت لري د تند لارو اسلامي‌ غورځنګونو سره د تړاو ، د جومات په جماعت کې د تندلارو د شتون او په وعظونو کې د ترهګرۍ ، شدت، نفرت، کینې ، تبعیض، شهادت ته د خلکو د هڅولو او شریعت  ته د هڅولو له امله تړل شوی دی.

(2021 /  10 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د فرانسې د سارته د والي‌ دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ ، دا جومات چې نږدۍ ۳۰۰ تنه جماعت لري د تند لارو اسلامي‌ غورځنګونو سره د تړاو ، د جومات په جماعت کې د تندلارو د شتون او په وعظونو کې د ترهګرۍ ، شدت، نفرت، کینې ، تبعیض، شهادت ته د خلکو د هڅولو او شریعت  ته د هڅولو له امله تړل شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د دې جومات د قرانکریم په کورس کې ۱۱۰ تنه زده کوونکي‌ لري‌ چې نوموړو زده کوونکو ته د وسله وال جهاد د اهمیت په اړه درس ورکړ شوی دی.

د ترسره شوو څیړونو نه وروسته د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمانین  په غوښتنه جومات تړل شوی دی.

د فرانسې د لي‌ فیګارو ورځپاڼې ویلي دي‌ چې ددې جومات اړوند د ۸ تنو بانکي‌ حسابونه هم ګنګل شوي‌ دي.

د فرانسې د حکومت ویاند ګابریال اتال ویلي‌ دي‌ چې حکومت به هیڅوخت او هیچاته د اسلامیت ، نفرت او تندلارۍ د خپرولو په برخه کې اجازه ورنکړي. پدې برخه کې به هیچا ته هیڅدول امتیاز ورنکړ شي.

هغه وویل کله چې په جمهوریت برید کیږي‌ جمهوریت هم مجبور دی چې ددې برید ځواب ورکړي. جمهوریت باید دا ځواب لا په قوي‌ توګه ورکړي. د همدې امله حکومت ددې جومات د تړولو غوښتنه کړې ده .

د ویلو ده چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد وارمانین د سپټمبر په ۲۹ مه نیټه د لي‌ فیګارو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي‌ وو چې د تندلاري‌ اسلامیت پر خلاف د قانون  د نافذیدو نه مخکې په هیواد کې ۶۵۰ مکانونه چې د تند لارۍ په تور تړل شوي‌ او ۲۴۰۰۰ مکانونه د پولیسو لخوا تفتیش شوي‌ دي.

همداشان هغه ویلي وو چې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د میاشتې راهیسې په فرانسه کې د ۸۹ جوماونو په اړه د تند لارۍ  په اړه څیړنې پیل کړې وې چې یوه دریمه برخه جوماتونه يي‌ تړل شوي‌ دي.

د یادونې وړ ده چې وزیر ویلي ؤ چې نوي‌ قانون دوی ته لا زیات صلاحیتونه ورکړي‌ دي‌ چې د دینه وروسته به پدې برخه کې لا زیات جدي‌ اقدامات ترسره کړي.

د ویلو ده چې په فرانسه کې پر مسلمانانو حلقه د هرې ورځې په تیریدو سره تنګوي.