د روسیې ولسمشر ویلي چې امریکا په افغانستان کې په مداخلې سره ناورین رامنځ ته کړ

د روسیې ولسمشر ویلي چې امریکا په افغانستان کې په مداخلې سره ناورین رامنځ ته کړ

د پوتین په وینا په افغانستان کې وضعیت پېچلی دی. هغه د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیتی مسوولینو ته په خطاب کې ویلي چې خپل تدابیر تر بل هر وخت شدید کړي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

 

(2021 / 10 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

روسیه وایي په افغانستان کې د امریکا مداخلې یوه ستره تراژيدي رامنځ ته کړه.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې مداخله وکړه او دلته یې یو ناورین او تراژیدي رامنځ ته کړل.

نوموړي همدا راز د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دده په وینا همدا اوس فعال جنګیالي له عراق او سوریې افغانستان ته ننوځي او هڅه کوي په دغه هېواد کې ځانونه ځای پر ځای کړي.

د پوتین په وینا په افغانستان کې وضعیت پېچلی دی. هغه د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیتی مسوولینو ته په خطاب کې ویلي چې خپل تدابیر تر بل هر وخت شدید کړي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تر دې وړاندې هم روسیې پر افغانستان د برید او هلته پۀ لاس وهنې تورنه کړې وه او ویلي ئې ؤ چې افغانستان کې دبد وضعت د منځته راتګ یوازینۍ مسؤله امریکا ده.