ترکیه: نور افغان مهاجرو ته ځای نشو ورکولی

ترکیه: نور افغان مهاجرو ته ځای نشو ورکولی

ولسمشر اردوغان د افغانستان په اړه د جي‌ شل سازمان د مشرانو غونډې ته د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې په  افغانستان رامنځته شوي‌  تحولات  د سیاسي او بشري‌ اړخونو ترڅنګ اقتصادي‌ او مالي‌ اړخونه هم لري، اقتصادي‌ او مالي‌ اغیزې هم ډیرې دي، نن ورځ مونږ په افغانستان کې د نوي‌ سیاسي‌ او جیوپولتیک حقیقت سره مخامخ یو.

(2021 / 10 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

ولسمشر اردوغان د افغانستان په اړه د جي‌ شل سازمان د مشرانو غونډې ته د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې په  افغانستان رامنځته شوي‌  تحولات  د سیاسي او بشري‌ اړخونو ترڅنګ اقتصادي‌ او مالي‌ اړخونه هم لري، اقتصادي‌ او مالي‌ اغیزې هم ډیرې دي، نن ورځ مونږ په افغانستان کې د نوي‌ سیاسي‌ او جیوپولتیک حقیقت سره مخامخ یو.

پۀ دې هیواد کې هر څه ژر د ثبات او امنیت ټینګښت یواځې د سیمې لپاره نه بلکې په نړۍواله کچه هم ځانګړی اهمیت لري.

د طالبانو سره د مذاکراتو کانالونه باید پرانیستي وساتو، د ستراتيژیک صبر سره هغوې  باید  پړاو په پړاړ  یو هر اړخیز حکومت جوړولو ته وهڅوو. نن ورځ افغانان  د سیاسي‌ ناڅرګندۍ ترڅنګ د څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې د روانې بې استقرارۍ ، د جګړو او ترهګرۍ ناوړه او سوځوونکو پایلو سره مجادله کوي.

پداسې یو حساس او مهم وضعیت  کې  نړۍواله ټولنه   په هیڅ قیمت افغانان یواځې پریښودی او دې هیواد ته شا کولې نشي.

پدې هیواد کې د سیاسي‌  ناڅرګندۍ نه په خپلواکه توکه بشري‌ ناورین هم د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ژوریدو دی. د همدې امله د افغانانو سره پدې سختو شپو او ورځو کې باید ډیره جدي‌ او نږدې همکاري‌ ، همغږي‌ او مرسته وکړو.

د ترکیې سره میاشتې د وروستي‌ په توګه د افغانستان سره ۳۳ ټنه خوراکي‌‌ توکو بشري‌ مرستې وکړې .

همداشان ددې هیواد سره د لا هړ اړخیزو مرستو په اړه کار کوو. د افغانانو سره پدې سختو شپو او ورځو کې د خپلې ورورولۍ د مسئولیت د اداء کولو هڅه کوو.

د اګست په ۲۶ مه نيټه د کابل پر هوايي ډګر او پدې وروستیو کې په یو زیات شمیر نورو ښارونو باندې د داعش ترهګرې ډلې لخوا ترسره شوي‌ بریدونه ددې ښکارندويي کوي‌ چې پدې هیواد کې اوس هم  د ترهګرۍ تهدیدونه اوس هم دوام لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې په توګه د جي‌ شل سازمان ته د افغانستان په اړه د یوې کاري‌ ډلې د جوړولو وړاندیز کوو.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه ” لکه څرنګه چې پوهیږۍ په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو او تحولاتو په ټولیزه توګه د کډوالۍ ګواښونه د هر وخت نه ډیر کړي‌ دي. ترکیه دم ګړۍ د ۳ عشاریه ۶ میلیونو تنو سوري کډوالو په ګډون  د شاوخوا ۵ میلیونو تنو بهرنیو ګډوالو کوربه توب کوي. د همدې امله ترکیه د نورو کډوالو د منلو او هغوې ته د پناه ورکولو توان او ظرفیت نلري. ترکیه افغان کډوالو ته پناه ورکولی نشي. ترکیه نور ددې ستر او دروند پیټې د وړولو توان نلري. هو که چیرې ترکیه د کډوالو د سخت فشار لاندې راشي‌ البته چې اروپا به هم ددې فشار نه خپله برخه واخلي. البته چې دا فشار به په اروپا هم راشي. ترکیه د سویل او ختیځ پولو لخوا د سختو فشارونو لاندې ده .

د همدې امله جي‌ شل سازمان د نړۍوال اقتصادي‌ انعکاساتو ترڅنګ باید د کډوالۍ او په زور سره د بې ځایه شوو مسئله هم د خپلې اجنډا نه لرې نکړي. پدې اړه باید یو کاري‌ ډله جوړه شي.

د ترکیې په توګه ددې کاري‌ ډلې مشرۍ ته  غوښتونکې یو. اندونیزیا د جي‌ شل د مشرۍ په دوره کې پدې اړه د ډیرو مهمو فرصتونو خاوند دی . دم ګړۍ په ترکیه کې ۱۱۰۰ تنه افغان محصلین د ترکیې د تحصیلي‌ بورس سره په ترکیه کې په لوړو زده کړو بوخت دي. ترکیې تر اوسه پورې لس زرو افغانانو ته تحصیلي‌ بورسونه ورکړي‌ دي. پدې برخه کې د افغانستان سره زمونږ مرستې دوام لري.”

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې د ایټالیا لومړي‌ وزیر ددې سرمشریزې په پرانیست وینا کې یادونه وکړه د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه پورې د نړۍوالې ټولنې توقعات ندي‌ پوره کړي. انساني‌ مرستو، امنیت، په افغانستان کې د ترهګریزو سازمانونو د هډو مخنیوی او د تندلارۍ او افراطیت  د مخنیوي‌ په برخه کې لازم ګامونه ندي‌ اوچت شوي. همداشان د هر اړخیزو او ټولشموله حکومت د جوړولو په برخه کې هم توقعات ندي‌ پر ځای کړي. ترکیې د افغانستان د زیربناګانو او سربناګانو د جوړولو په برخه کې ډیره زیاته مرسته کړې ده . همداشان طالبان باید نجونو ته د تعلیم او تحصیل حق ورکړي، د لږه کیو د حقونو په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي‌ .

 د یادونې وړ ده چې د طالبانو یو لوړ رتبه هيئت نن ترکیې ته د دغۀ هېواد په بلنه سفر هم ولري.