تایوان کې پۀ یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې لۀ امله ګڼ  کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده  

تایوان کې پۀ یوه ودانۍ کې د لور لګېدنې لۀ امله ګڼ  کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده  

په ټایوان کې په یوې ۱۳ پوړیزې ودانې کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا پيښه د ټایوان د کاوشیونګ په ښار کې رامنځته شوې ده.د کاوشیونګ د اور وژنې ادارې خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د ښار د یانچنګ په سیمه کې  په یوې ۱۳ پوړیزه ودانۍ کې چې کورونو او دفترونو کې پکې شتون درلود اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

(2021 / 10 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په ټایوان کې په یوې ۱۳ پوړیزې ودانې کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا پيښه د ټایوان د کاوشیونګ په ښار کې رامنځته شوې ده.د کاوشیونګ د اور وژنې ادارې خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د ښار د یانچنګ په سیمه کې  په یوې ۱۳ پوړیزه ودانۍ کې چې کورونو او دفترونو کې پکې شتون درلود اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

اورلګیدنه د پنجشنبې د  سهار نه مخکې په ۲ بجو او ۵۴ دقیقو رامنځته شوې ده .

د پيښې نه سمدلاسه وروسته د اور وژنې ډلې سیمې ته واستول شوې او مداخله پيل شوه.

اورلګیدنه د سهار په ۷ بجو او ۱۷ دقیقو تر کنټرول لاندې راغله.

پدې پيښه کې لږ تر لږه ۴۶ تنه مړه او په لسګونو تنه ژغورل شوي‌ دي. د مړو شمیره کیدای شي‌ چې لوړه شي.