امام علي رحمان او ماکرون د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي 

امام علي رحمان او ماکرون د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي 

د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د فرانسې په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی و او هلته یې له ایمانویل مکرون سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

 

(2021 / 10  / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د فرانسې په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی و او هلته یې له ایمانویل مکرون سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

مکرون په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ثبات د راوستو لپاره له تاجکستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په دې اړه اړیکې دوام کوي.

همدا راز فرانسوي لوري ټینګار کړی چې له افغانستان تاجکستان ته د خطر متوجه په صورت کې له دغه هېواد سره مرسته کوي او خپلې همکارۍ نه سپموي.

تاجکستان او فرانسه تر ډېره په افغانستان کې د احمد مسعود په مشرۍ د ماتې شوې مقاومت جبهې ملاتړي بلل کېږي.

د معلوماتو له مخې ددغه جبهې ډېری غړي دمګړی په تاجکستان کې دي.

د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا یو ځل وړاندې هم لۀ تاجکستان څخه غوښتي ؤ چې  د افغانستان پۀ کورنیو چارو کې دې لاس وهنه نکوي؛ کنۀ لۀ ورته اقدام سره به مخ شي او د ا.ا.ا پۀ وینا چې تاجکستان به د ورته کړنو لوی قیمت پرې کړي.