کم معاش اخستونکي سرکاري ملازمینو لپاره یو ښه خبر

0
173

باغی ټي وي رپورټ
د غربت ختمولو لپاره د وزیراعظم مرستیالې سینیټر ډاکټر ثانیه نشتر وئيلي دي چې د احساس راشن پروګرام په راتلونکي مرحله کښې به په پټرول او سره باندې هم سبسډی کښې شامل کړې شي.

ډاکټر ثاینه نشتر زیاتوي چې د میاشتي ۳۱۰۰۰ روپو نه کمه عايد لرونکي او بهرهیوادونو ته د مزدورې لپار تلونکې خلق به هم ددې پروګرام لپاره اهل وي.
نوموړي اوویل چې آیی ایم ایف خبر دی چې دا پروګرام په شفاف، منظم او ډیجیټل ډول په ډیره ښه طریقه رواندې چې د افرط زر او د ګرانې له وجهې متاثره خلقو سره مرسته وکړې شي.
د اې پي پي په ویب پانړه یو خبر مطابق د زيارت په ورځ د خزانې مشاور مزمل اسلم سره د پاك چائنا فرينډ شپ سنټر كښې په پريس انفارمېشن ډپارټمنټ كښې يوې خبري غونډې ته په وينا كښې نوموړې اوویل چې د احساس پروګرام لاندې د احساس راشن په نوم يو نوے پروګرام به هم شروع کړې شي او عام خلقو به وکولې شي چې په خپل موبایل کښې اپلیکیشن ډاون لوډ کړی او په آسانه توګه په دې پرواګرام کښې شامل شي.
ډاکټر نشتر اوویل چې هغه کسان چې د احساس نورو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي هغوی به د راشن پروګرام څخه هم ګټه پورته کړي او په دې پروګرام ۲۰ کښې میلیونه کورنۍ شاملې کړې شوي دي. دې ووئيل چې په كابينه كښې په دې پروګرام كښې د 31 زره روپو نه كم عايد لرونكي حكومتي ملازمینو د شاملولو په اړه هم خبرې شوې دي٬ دغه كارمندان به هم له دې پروګرام څخه ګټه پورته كوي او بهر ته د مزدورۍ لپاره تلونكي كارمندان به هم له دې پروګرام څخه ګټه پورته كولې شي۔

Leave a reply